...

په بیلا بېلو ښوونځیو کي د عامه پوهاوي لکچرونه وړاندي سول.

images
په بیلا بېلو ښوونځیو کي د عامه پوهاوي لکچرونه وړاندي سول.

نن یکشنبه د بُست پوهنتون او پوهني ریاست د ګډو همکاریو د هوکړه لیک پر بنسټ د بُست پوهنتون د مسلکي او باتجربه استادانو لخوا د خپل خوښي پوهنځیو د ټاکني او تصمیم نیونې، ذهنیت جوړوني، د لوړو زده کړو لپاره د زده کوونکو پر هڅونې، ملي روحیې د پیاوړتیا، په زده کوونکو کي د هیلو د راټوکېدا او پوهني سره د زده کوونکو د لیوالتیا په اړه ګټور لکچرونه وړاندي سوه.

یاد لکچرونه د لوی احمد شاه بابا، ابن حبان بستي “، وزیر محمد ایوب خان، د لویدیځ لښکري بازار او غازي امان الله خان عالي لیسو زده کوونکو ته وړاندي سول.

بُست پوهنتون به په دوامداره ډول په علمي او اکاډومیکو برخو کي د پوهنيز سکتور د ودي، ملاتړ، پیاوړتیا او پراختیا په برخو کي خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

هیره دي نه وي، چي د بُست پوهنتون استادانو پرون د وزیر محمد اکبر خان لیسې زده کوونکو ته کي هم اغیزمن لکچرونه ورکړل.

© 2024 Bost University Powered By Bost Technology