...

د کوچنیو کارو بارونو د پیلېدا په اړه انلاین سیمینار وړاندي سو.

images
د کوچنیو کارو بارونو د پیلېدا په اړه انلاین سیمینار وړاندي سو.

نن یکشنبه د امریکا په متحده ایالاتو کې د کارپوه خدماتي شرکت د رئیس او کارو بار د سلاکار ښاغلي صیام الدین پسرلي له لوري د بُست پوهنتون د اقتصاد پوهنځی زده کړیالانو ته د کوچنیو کارو بارونو د پیلېدا په اړه انلاین سیمینار وړاندي سو.

نوموړي په دې سیمینار کي د اقتصاد پوهنځی محصلانو ته د کارونو د پيلېدو پړاوونه او مرحلې تشریح او توضیح کړې او همدا ډول یي د محصلانو پوښتنو ته مثبت ځوابونه وویل.

په یاد سیمینار کي د پوهنتون مالي او اداري مرستیال صفت الله سروان، د اقتصاد پوهنځی رئیس ارسلان وطندار، استادانو او محصلانو برخه اخیستې وه.

د یادونې وړ ده، چي تر دې وړاندي د بُست پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی محصلانو ته هم په ملت جوړونه کي د پښتوب ادب ونډي تر عنوان لاندي انلاین سیمینار وړاندي سوی و.

د یاد انلاین سیمینار د تدویر، تنظیم او همږغی چاري د مسلکي پراختیا مرکز لخوا تر سره سوي وې.

© 2024 Bost University Powered By Bost Technology