...

د لوی احمد شاه بابا او وزیر محمد خان عالي لیسو زده کوونکو د بُست پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

images
د لوی احمد شاه بابا او وزیر محمد خان عالي لیسو زده کوونکو د بُست پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

نن دوشنبه د بُست پوهنتون او پوهني ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د هوکړه لیک پر بنسټ د لوی احمد شاه بابا او وزیر محمد اکبر خان عالي لیسو د دوولسمو ټولګیو لسګونو زده کوونکو د بُست پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

د یادو لیسو زده کوونکو ته د دې علمي سفر په ترڅ کي د بُست پوهنتون د مالي او اداري مرستیال ښاغلي صفت الله سروان له لوري د بُست پوهنتون او بُست روغتیایي علومو انستیتوت د بیلا بیلو پوهنځیو او څانګو پر مالوماتو سربیره د پوهنتون د پراخه او مجهزو فزیکي او بریښنائي کتابتونونو، مجهزو لابراتوارونو، کمپیوټر لیب، نیټ کیفې، حقوقي کلینیک، مجهز کادري روغتون، درسي ټولګیو او اداري کاري دفترونو په اړه بشپړ او هر اړخیر مالومات ورکړه.

بُست پوهنتون به د هوکړه لیک سره سم د یو شمېر نورو لیسو زده کوونکو ته هم د علمي سفر زمینه برابره کړې.

د یادونې وړ ده، چي تر دې وړاندې د بُست پوهنتون استادانو په یو شمېر ښوونځیو کي د عامه پوهاوي لکچرونه هم وړاندي کړې وه.

© 2024 Bost University Powered By Bost Technology