...

د لوړو ټولګیو زده کوونکو ته د عامه پوهاوي لکچرونه وړاندي سوه.

images
د لوړو ټولګیو زده کوونکو ته د عامه پوهاوي لکچرونه وړاندي سوه.

نن شنبه د بُست پوهنتون او پوهني ریاست د ګډو همکاریو د هوکړه لیک پر بنسټ د بُست پوهنتون د مسلکي او باتجربه استادانو لخوا د ذهنیت جوړوني، د لوړو زده کړو د ارزښت، ملي روحیې د پیاوړتیا، په زده کوونکو کي د هیلو د راټوکېدا او پوهني سره د زده کوونکو د لیوالتیا په اړه ارزښتناک لکچرونه وړاندي سول.

یاد لکچرونه د وزیر محمد اکبر خان عالي لیسي زده کوونکو ته ورکړل سول، چي د لکچرونو دا لړۍ به د پوهني ریاست په همکاری په یو شمېر نورو ښوونځیو کي هم تر سره سي.

بُست پوهنتون ژمن دی، چي په علمي او اکاډومیکه برخه کي د پوهني ریاست سره خپلو همکاریو ته پراختیا ورکړي.

د یادونې وړ ده، چي بُست پوهنتون څه موده مخکي هم د یو شمېر لیسو آمرینو او مدیرانو ته د پلان جوړوني په اړه یو ورځنی ورکشاپ ور کړ.

© 2024 Bost University Powered By Bost Technology