...

د علمي شورا دریمه شمېره غونډه تر سره سوه

images
د علمي شورا دریمه شمېره غونډه تر سره سوه

د بُست پوهنتون د علمي شورا د ۱۴۰۳ کال دریمه شمېره غونډه د پوهنتون د رئیس دیپلوم انجنیر محمد سنګین په مشرۍ تر سره سوه.

په یاده غونډه کي د انجنیرۍ پوهنځی د ۱۴۰۲ کال د تطبیقي پلان پر کلني او د تطبیقي پلان څخه د څار او نظارت پر توحیدي راپور، د مسلکي پراختیا مرکز د ۱۴۰۲ کال د کړنو پر راپور، د فرهنګي کمېټې د ۱۴۰۲ کال پر کلني راپور، د برېښنایي زده کړو مرکزي کمېټې د ۱۴۰۲ کال د کړنو پر راپور، شکایاتو ته د رسېدني کمېټې د ۱۴۰۲ کال پر راپور او یو شمېر نورو موضوعاتو باندي بحث وسو.

هېره دي نه وي چي د تېري علمي شورا پر پرېکړو لازمي کړني ترسره سوي وې.

© 2024 Bost University Powered By Bost Technology