...

د علامه ابن حبان بُستي (رح) پر ژوند یو ورځنی علمي کنفرانس وړاندي سو.

images
د علامه ابن حبان بُستي (رح) پر ژوند یو ورځنی علمي کنفرانس وړاندي سو.

د بُست پوهنتون له لوري د اسلامي نړۍ د ستر عالم او مفکر علامه ابن حبان بُستي (رح) پر ژوند، سفرونو، تصنیفاتو او تالیفاتو هر اړخیز علمي او څیړنیز کنفرانس دایر کړل سو.

چي یاد کنفرانس کي د پوهنتون پر رهبری او استادانو سربیره د خصوصي پوهنتونونو استازو، دیني علماوو، لیکوالو او څېړونکو برخه اخیستې وه.

یاد علمي کنفرانس د قران کریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سو، چي وروسته د پوهنتون د مالي او اداري چارو د مرستیال ښاغلي صفت الله سروان له لوري د کنفرانس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد کنفرانس موخي روښانه سوې.

وروسته د یاد علمي کنفرانس لپاره د لیکل سویو مقالو لړۍ پیل سوه، چي په ترتیب سره استاد مولوي سید سمیع الله سادات، استاد پوهنیار مولوي عبدالحمید هلمندي او استاد مفتي محمد ادریس قاسمي خپلي څېړنیزې مقالې وړاندې کړې.

چي وروسته د ژوري هیئت ( ښاغلی پوهندوی دوکتور علي احمد احمدي، لیکوال او څېړونکي ښاغلي محمد اسماعیل شریعتیار او شیخ الحدیث الحاج مولوي عبدالحنان دیوبندي) لخوا د کنفرانس هر اړخیزه ارزونه وسوه.

په وروستیو کي د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي سروان له لوري د ګډونوالو غوښتونو ته چي د ورته علمي کنفرانسونو په اړه یي درلودل مثبت ځوابونه ورکړل.

د یادونې وړ ده، چي د یاد علمي کنفرانس نتیجه ګیري د بُست پوهنتون د رئیس ښاغلي دیپلوم انجنیر محمود سنګین له لوري ترسره سوه.

د نوموړي علمي کنفرانس د تدویر، تنظیم او همږغی چاري د مسلکي پراختیا مرکز (P.D.C) لخوا ترسره سوې.

© 2024 Bost University Powered By Bost Technology