...

د ابن حبان بُستي او لویدیځ لښکري بازار عالي لیسو زده کوونکو د بُست پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

images
د ابن حبان بُستي او لویدیځ لښکري بازار عالي لیسو زده کوونکو د بُست پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

نن سه شنبه د بُست پوهنتون او پوهني ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د هوکړه لیک پر بنسټ د ابن حبان بُستي او لویدیځ لښکري بازار عالي لیسو د دوولسمو ټولګیو لسګونو زده کوونکو د بُست پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

د یادو لیسو زده کوونکو ته د دې علمي سفر په ترڅ کي د بُست پوهنتون د مالي او اداري مرستیال ښاغلي صفت الله سروان له لوري د بُست پوهنتون او بُست روغتیایي علومو انستیتوت د بیلا بیلو پوهنځیو او څانګو پر مالوماتو سربیره د پوهنتون د پراخه او مجهزو فزیکي او بریښنائي کتابتونونو، مجهزو لابراتوارونو، کمپیوټر لیب، نیټ کیفې، حقوقي کلینیک، مجهز کادري روغتون، درسي ټولګیو او اداري کاري دفترونو په اړه بشپړ او هر اړخیر مالومات ورکړه.

د یادونې وړ ده، چي تر دې وړاندې د لوی احمد شاه بابا او وزیر محمد اکبر خان لیسو زده کوونکو هم د بُست پوهنتون څخه لیدنه کړې ده.

© 2024 Bost University Powered By Bost Technology